د پي ټي ائي مشر علي زيدي هم د تحريک انصاف او سياست پرېښودو اعلان کړی دی.

باغی ټی وی رپورټ
علي زیدي په یوه ویډیویي بیان کې د می د ۹مې پېښې غندنه کړې او ویلي یې دي چې له ډېر غور او فکر وروسته یې د پي ټي ايي له ټولو چوکیو د استعفا ورکولو پرېکړه کړې ده.
ده ووئيل مونږ د پاكستان خدمت وكړو او د پاكستان لپاره سياست كښې راغلو، د مې د نهمې نېټې پېښې غندنه وكړو او بيا به يې كوو، پاكستاني ځواكونه زمونږ وياړ دي، مونږ د هغوي په وجه په امن ويده يو، مونږ د خپلو پولو حفاظت كوو، دا چې كومه پېښه شوې غلطه ده، هر څوك چې ملوث وي۔ باید عدالت ته وړاندې شي.
ده وویل چې له ډېر فکر وروسته یې دا پرېکړه وکړه، چې ستونزمنه او اسانه پرېکړه نه وه، زه استعفا ورکوم، هڅه به وکړم چې پاکستان ته خدمت وکړم.





