پاکستان تحریک انصاف د پخواني وزیراعظم عمران خان د میډیکل رپورټ په مسله د صحت وفاقي وزیر عبدالقادر پټیل خلاف د قانوني کاروائي کولو فیصله کړې ده.

0
183

باغی ټی وی رپورټ

تيره ورځ د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټېل ​​ميډيا ته د پخواني وزيراعظم عمران خان ميډيکل رپورټ وړاندې کړے وو چې پکښې وئيلي شوي وو چې د پي ټي آئي چيئرمېن په رپورټونو کښې وئيلي دي چې هغه د شرابو او کوکاين استعمال کړي وو۔

په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال عبدالقادر پټیل وویل چې په جمهوري حکومت کې هر سند عامه سند دی.

ده ووئيل چې عمران خان د 5 نه تر 6 مياشتو پورې د پلستر په ځائې ګرځېدې خو په رپورټ كښې د كومې فريكچر ذکر نشته۔

هغه وويل چې د ادرار نمونې هم اخېستل شوي، په لومړني رپورټ کې د شرابو او کوکاين په ګډون زهري مواد په ډاګه شوي، د عمران په ذهني حالت د پوښتنې نښه ده، د هغه کړنې او حرکات د وړ سړي په څېر نه وو. یو سړی چې په ښه ذهني حالت کې وي دا ډول کړنې نشي کولی.

خو د عمران خان د طبي رپورټ په اړه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د روغتیا د وزیر عبدالقادر پټیل او د هغه د مرستیالانو پر ضد د قانوني کاروايي کولو پرېکړه کړې ده.

د پي ټي آئي بيان ترمخه عمران خان د نيب، صحت وزارت او د پمز ډاکټرانو په ضد د کارروائي منظوري ورکړې ده۔

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بيرسټر ابوذر سلمان نيازي په مشرۍ د قانوني پلاوي چمتووالى پيل شوى، چې پر عبدالقادر پټېل ​​لګېدلي تورونه به د افترا او نورو قوانينو له مخې څېړل کېږي.

Leave a reply