د پاکستان معیشت او اولس لپاره یو ښه خبر، د پټروليم وزير مصدق ملک وايي، له روسيې څخه تېل په کمه بيه ترلاسه کېږي او په راتلونکو ١٥-٢٠ ورځو کې به د روسيې تېل پاکستان ته ورسېږي

0
89

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: د پاکستان د پټروليم وزير مصدق ملک وايي، له روسيې څخه تېل په کمه بيه ترلاسه کېږي او په راتلونکو ١٥-٢٠ ورځو کې به د روسيې تېل پاکستان ته ورسېږي.

د جيو نيوز پروګرام جيو پاکستان سره په خبرو کې د مملکت وزير وويل چې د سياسي ګوندونو ترمينځ اختلافات ختمول پکار دي، د خوراکي توکو دوکانونه داسې نه چلېږي، هېواد څنګه چلولی شئ.
مصدق ملک وويل په ګيس باندې 1700 اربه روپۍ گردشي قرضه وه، مونږ په ګيس باندې ګردشي قرض صفر ته راکم کړے دے، مونږ به د ايل اين جي په باره کښې هم ګردشي قرض هم صفر ته راکموو.
هغه زیاته کړه، چې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د روسیې دوه وزیران له ۸۶ کسیز پلاوي سره پاکستان ته راغلي، له روسیې څخه په ارزانه بیه تېل ترلاسه کېږي او تر راتلونکو ۱۵ تر ۲۰ ورځو به د روسیې تېل پاکستان ته ورسېږي.

نوموړي وويل دحکومت لخوا دحالاتو دښه والي لپاره مهمې پريکړې کيږي، دپرمختگ لپاره بايد وړو کاروباريانو ته وده ورکړو اؤ په بجټ کې وړو کاروباريانو ته اسانتياوې برابرولو غور وکړو. د ګازو پروژه د ارزانه ګاز راوړلو لپاره ده، دوی په چټکۍ سره کار کوي.هغه وویل چې د عمران خان لخوا د سترې محکمې اکاونټ ته ۱۹۰ میلیونه پاونډونه انتقال شوي او دا پیسې بد پاکستان اکاونټ ته راتللې.

مصدق ملک وويل، د اساسي قانون او قانون څخه پورته هيڅ هم نه وي، د مې د نهمې نېټې د ويډيو له لارې خلک پېژندل او نيول کېږي، خلک د نادرا له تاييد وروسته نيول کېږي.

Leave a reply