د پاکستان تحریک انصاف پخوانۍ غړې عایشه ګلالۍ (ق) لیګ کې شامله شوه.

باغی ټی وی رپورټ
عایشه ګلالۍ د (ق) لیگ له مشر چوهدري شجاعت او چوهدري سرور سره یوځای په یوه خبري غونډه کې په ګوند کې د شاملیدو اعلان وکړ.
هغه وویل چې پاکستان د اسلام قلعه ده او د دې قلعې محافظ د پاکستان پوځ دی، د پاکستان هر وګړی د پاکستان د پوځ سرتېری دی.
ياده دې وي چې عائشه ګلالۍ په ۲۰۱۷م کال کې له پاکستان تحريک انصاف څخه جلا شوې وه او د پي ټي ايي په چيرمين باندې يې تورونه لګولي وو چې عائشه ګلالۍ هم د پي ټي ائي ګلالۍ په نوم ګوند جوړ کړی وو.