د پاکستان تحريک انصاف مشر بابر اعوان د پي ټي ائي مشرانو د پارټۍ پرېښودو په اړه په زړه پورې ځواب ورکړی دی.

0
176

باغی ټی وی رپورټ

اسلام آباد هائي کورټ کښې ميډيا سره خبرو کښې بابر اعوان اوويل چې موجوده حکومت د عمران خان يو ووټ هم نه شي کمولې۔

بابر اعوان وويل مونږ دعمران خان سره ولاړ يو، په لکونو خلک ورسره دي، مونږ دکاغذي پړانګانو په شان پټ نۀ يو بلکې په ميدان کې يو، دا زمونږ ملک دى او مونږ به يې اصلاح کوو.

د پي ټي ائي مشرانو د پارټۍ پريښودو په اړه بابر اعوان وويل زه به دا وايم چې څوک پارټۍ پريږدي هغوي په ډيپوټيشن راغلي وو، هغه کسان چې ګوند پريږدي اوس د کابينې ډويژن ته رپورټ کوي.

Leave a reply