د اوړو په نرخونو کښي کمي سره سره نانبایانو د ډوډئ نرخونه نه دي کم کړي۔

0
274

باغی ټی وی رپورټ

د پيښور پشمول خېبرپښتونخوا کښې د اوړو نرخ ټيټ کړے شوے دے، د اوړو ٨٠ کلو بوجۍ بيه دوه زره روپئ کمه کړې شوې ده، د ٨٠ کلو بورۍ بيه له ١٣٠٠٠ نه ١١٠٠٠ روپو ته راټيټه شوې ده.

د اوړو د شل کيلو بورۍ بيه ٧٠٠ کلدارو ته راټيټه شوې او د اوړو د ٢٠ کيلو بورۍ بيه له ٣٤٠٠ نه ٢٧٠٠ کلدارو ته راټيټه شوې ده.

د اوړو د بيو له راټيټېدو سره سره په دغه ولايت کې د ډوډۍ بيه نه ده ټيټه شوې.

د اوړو په بيو کې زياتوالي سره د ډوډۍ په بيه کې لس روپۍ او نانځکو د ډوډۍ بيه له ٢٠ روپو څخه ٣٠ روپۍ ته لوړه کړې ده.

د اوړو پلورونکي وايي، چې له پنجاب څخه د غنمو پر واردولو بنديز نرم شوی او ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د اوړو بيې نورې هم راټيټې شي.

Leave a reply