په تورخم پوله د افغانانو پاکستان ته راتګ جاري دې

0
45

باغي ټي وي رپورټ
که څه هم په ټولنیزو رسنیو یوه پروپیګنډه روانه ده چې په پاک افغان پوله تړل شوې ده او په دې پوله باندې د افغانستان نه یا د پاکستان نه مسافرو ته اجازت نه ورکول کیږي، پاکستاني او په پوله چارواکي دا تورونه ردوی .

په تورخم پوله سرکاري سرچینې وایی چې پرون د افغانستان نه ۲۷ افغان مریضان پاکستان ته را داخل شول ، دې مریضانو سره نور ۲۲ خپلوان هم وو چې د پاکستان په روغتون کښې ورسره وی او د خپلو افغان مریضانو خیال وساتي.
یاده دې وي چې پرون په تورخم پوله ۱۸۹ افغانان پاکستان ته راداخل شوي دي، په دې افغانانو کښې ۱۵ افغان زده کوونکي او نور ۱۲۵ هغه افغانان وو چې دوی د این سي او سي په مراسله،یا دوی سره د وزارت داخله اسناد وو.
دا خبره دې هم څرګنده وي چې پاک افغان پوله د تجارت لپاره هم پرانستې ده خو په پوله د دواړو طرف ته پراته افغانان او وګړي غوښتنه کوي چې پوله دې په مکمل توګه پرانستې شي خو بل طرف چارواکي وایی چې په پاکستان کښې د کورونا مرض مخینوي لپاره په پوله داسې بندیزونو لګیدلي دي او څه وخت پس ممکنه ده چې په دې بندیزونو کښې کمې راشي.

څرګنده دې وی چې د افغان چارواکو له طرف نه په دې څو ورځې کښې پوله تړل کیږي، د سرچینو مطابق په پوله د عام وګړو رش زیات شي او له دې وجهې د کومې ناوړه پیښه رامخې ته کیدو له وجهې افغان چارواکي پوله وتړلي. خو افغان چارواکي دا غوښتنه هم کوي چې پاکستان ته دې د افغان مریضانو شمیره زیاته کړې شی چې په ګنړ شمیر کښې مریضان پاکستان ته داخل شي.
په تورخم پوله هم افغان چارواکو رسنیو ته ویلي وو چې پاکستان چارواکو نه غوښته ده چې د افغان مریضانو شمیره دې زیاته کړې ، ځکه چې د افغانستان په تورخم کښې روزانه په سلګونو مریضان راځي چې غواړي هغوی پاکستان ته د علاج لپاره لاړ شي.

https://twitter.com/Shahid_Khan_Blo/status/1449106744517476360

Leave a reply