د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د مئي په 23مه نيټه نيب ته د پيشي په موقع د هغه د نیولو بل امکان څرګند کړے دے
باغي ټی وی رپورټ
له امریکايي نشراتي ادارې سره په خبرو کې عمران خان ویلي، ۸۰ سلنه ډاډه یم چې د سه شنبې په ورځ به زه هم ونیول شم.
عمران خان د نوموړي د نیولو په غبرګون کې د خپل ګوند د تباهۍ یوه دسیسه وبلله او ویې ویل چې د ده د ګوند لس زره کارکونکي چې ښځې او مشران هم پکې شامل دي، تر نظربندۍ لاندې دي.
د دې نه علاوه د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان يو ځل بيا د جنرل باجوه په ضد شکايت کړی او هغه يې د خپل حکومت د ختمولو ذمه واري بللې ده.
هغه وویل زه تر اوسه نه پوهیږم چې جنرال باجوه زما سره کومه ستونزه درلوده چې هغه د تحریک انصاف حکومت ختم کړ.