باغی ټی وی رپورټ
د سعودي د حج او عمرې وزارت د معلوماتو له مخې، د حاجیانو د راتګ لړۍ دوام لري او په دې لړ کې مسجد الحرام ته د هغوی د هرکلي لپاره چمتووالی نیول شوی دی.
د سعودي د حج او عمرې وزارت وايي، د جون له څلورمې به مسجد الحرام یوازې د حاجیانو لپاره ځانګړې شي.
د سعودي د حج او عمرې وزارت څرګنده کړې چې د عمرې، سیاحت او زیارت په ویزو راغلي کسان د حج فریضې ادا کولو اجازه نه لري او له سعودي عربستان څخه د عمرې د زیارت کوونکو د وتلو وروستۍ نېټه د جون ۱۸مه ده.










Leave a Reply