د پاکستان تحریک انصاف ګوند د کراچۍ ښاروال په ټاکنو کې د جماعت اسلامي له مشر حافظ نعیم الرحمن سره د ملاتړ اعلان کړی دی

0
93

باغي ټی وي رپورټ

د پي ټي ائي وياند وايي د کراچۍ د ښاروال په انتخاباتو کې به تحريک انصاف د جماعت اسلامي د کانديد ملاتړ کوي .

وياند ووئيل چې د پيپلز پارټۍ ميئر د كراچۍ په انتخابي عمل كښې د ټاكنو نه مخكې درغلۍ كوي، د بلدياتي ادارو منتخب نمائندګان د سنده پوليس لخوا تښتول كېږي۔

د ترجمان په وینا پیپلز پارټۍ څلور ځله د بلدیاتي انتخاباتو نه ووتله، اوس غواړي چې په عاجله توګه ښاروال ټاکي، د حلف پورته کولو نه وړاندې د بلدیاتی نمائنده ګان اغوا کیږي، پي ټي آئي هم په دې مسله عدالت ته رجوع کړې ده.

د تحریک انصاف ویاند وايي، د ښاروال ټاکنه باید د شفافې کړنلارې له لارې وشي او د پیپلز ګوند او ایم کیو ایم د خلکو فرمان باید ونه منل شي.

بل لوري ته دپيپلز پارټۍ مشرتابه دکراچۍ ښاروالۍ لپاره دمرتضي وهاب نوم منظور کړى دى.

د يادونې وړ ده چې د کراچۍ د ۲۴۶ څوکيو د ۲۴۰ نيمو او غير رسمي پايلو له مخې پيپلز پارټي ۹۸، جماعت اسلامي ۸۷ او تحريک انصاف ۴۳ او مسلم ليگ (ن) ۷ څوکۍ ګټلې دي. JUI 3، تحریک لبیک او آزاد امیدوارانو یوه یوه څوکۍ ګټلې ده.

د دې نه علاوه د 6 يونين کميټو د څوکيو د نتيجو مسله په عدالت کښې اوريدنه روانه ده۔

Leave a reply