د پاکستان پېژندل شوی سندرغاړی او د پي ټي آی مشر ابرار الحق وايي، چې د شپې ناوخته یې پر کور د پولیسو لخوا چاپه وهل شوې

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان پېژندل شوی سندرغاړی او د پي ټي آی مشر ابرار الحق وايي، چې د شپې ناوخته یې پر کور د پولیسو لخوا چاپه وهل شوې او د کورنۍ غړي یې ځورولي دي.
په ټويټر جاري شوي يو ويډيوي بيان کې ابرار الحق په خپل کور د پوليسو د چاپې په سختو ټکو کې غندنه کړې او وئيلي يې دي په دغه مهال د پوليس لخوا زما د کورنۍ غړي ځورول شوي دي .
سندرغاړې وويل، چې پوليس له اجازې پرته کور ته ننوتي او تلاشي يې پيل کړې، چې په ترڅ کې يې ماشومان هم د خپل نيکه کور ته د ورتلو مخه ونيول شوه او ګواښ يې وکړ، چې زما زوى به ونيسو او بيا به يې پلار راشي.
ابرار الحق په ویډیویي وینا کې وپوښتل چې د ماشومانو پلار څه کړي دي؟ ما په خپل سیاسي ژوند کې تل هڅه کړې چې مینه وال واوسم، د مې د نهمې نېټې د پېښو غندنه مې هم کړې، چې په رسنیو کې یې ثبوتونه هم شته، ویډیويي پیغامونه مې هم خپاره کړي او خلکو ته مې لارښوونه کړې چې ورانکاري مه کوئ. اور.”
سندرغاړي په ویډیو کې وویل: “زه نه پوهیږم چې دا خلک ولې غواړي ما پورته کړي.”
هغه زیاته کړه، زه د پاکستان له پوځ سره ډېره مینه لرم، زما کورنۍ له پوځ سره تړاو لري او ما پخپله غوښتل چې په پوځ کې شامل شم.






