د پېښور پوليسو هغه اووه دوکانداران نيولي چې ماشومانو ته يې د ساعت په حساب په ٦٠ روپۍ سمارټ فونونه په کرايه ورکول
باغي ټی وی رپورټ
دپوليسو وينا ده چې په فقيراباد کې دکارروائي په مهال ٧ شکمن کسان چې ماشومانو ته يې په کرايه باندې موبائيل فونونه ورکول، نيولي دي.
د کاروائي په مهال پوليس دوه دوکانونه سيل کړي او ٤٧ موبائيل فونونه ئي برآمد کړي دي د ملزمانو خلاف په فقير آباد پوليس سټيشن کښي ايف آئي آر درج کړے شوي دي۔
پولیس وايي، تورن کسان په انټرنیټ د PUBG لوبې لوبولو او نورو ناوړه کارونو ته هڅول.