وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) مشر جاويد لطيف وئيلي دي چې هيڅوک د عمران خان د ملک نه بهر د ليږلو جرات نه کوي

0
99

باغي ټی وی رپورټ

وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) مشر جاويد لطيف وئيلي دي چې هيڅوک د عمران خان د ملک نه بهر د ليږلو جرات نه کوي۔

لاهور کې د خبري غونډې په مهال جاوېد لطيف وويل چې په رياستي ادارو کې ناست خلک چې پخپله سياست نه شي کولی، سياست کوي.
جاوید لطیف وویل دا هماغه کرکټرونه دي چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د پاکستان د تباهۍ بنسټ کېښود.

ده ووئيل د اسمبلۍ د غړو د استعفې منل يا رد كول د اسمبلۍ د سپيكر اختيار دے نه د بل كوم ارګان او ولس له پاكستان سره لوبه نه مني.

جاوید لطیف دا پوښتنه راپورته کړه چې د نړۍ مالي ادارې د پاکستان سره د معاهدې نه کولو سره چا ته اسانتیاوې برابروي؟

Leave a reply