وزيراعظم شهباز شريف وايي، په حکومتي او حساسو مرکزونو د بريدونو ريښې د عمران نيازي په يوه کلنه وينا کې پټې دي

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: وزيراعظم شهباز شريف وايي، په حکومتي او حساسو مرکزونو د بريدونو ريښې د عمران نيازي په يوه کلنه وينا کې پټې دي.
په يو بيان کې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې عمران نيازي سياست ته مذهبي رنګ ورکړ او دا يې دحق او باطل جګړه وبلله، عمران نيازي دوسله وال پوځ او اوسني پوځ مشر بدنام کړ.
وزيراعظم ووئيل د عمران نيازي مقصد د تشدد پېدا كول وو كوم چې مونږ د مئي په 9مه نېټه ليدلي وو٬ د مې په 9مه نېټه په رياست او د هغې په سمبولونو او حساسو تاسيساتو بريدونه وشول چې د وينا په محتوا كښې پټ وو۔






