د سندهـ هائي کورټ د ایم کیو ایم د مشر رکن الدین تاج د مرګ نه پس په درخواست باندې فیصله کړې ده

0
174

باغی ټی وی رپورټ

د سندهـ هائي کورټ د ایم کیو ایم د مشر رکن الدین تاج د مرګ نه پس په درخواست باندې فیصله کړې ده.

رکن الدین تاج په ۲۰۱۶م کال کې د کورنګي د وائس چیئرمېن له څوکۍ لرې کړے شو، چې وروسته یې په ۲۰۱۷م کال کې د لرې کولو عمل چیلنج کړو.

نن د سندهـ هائي کورټ د کورنګي ضلعې د وائس چيئرمېن د څوکۍ نه د هغه د لرې کولو په ضد د رکن الدين تاج درخواست رد کړو.

ايډيشنل ايډوکيټ جنرل عدالت کښې دريځ خپل کړو چې زوړ لوکل گورنمنټ سيټ اپ ختم شوې دې درخواست غير موثره شوې دې۔ محکمې دغه درخواست غیر موثر وباله.

ياده دې وي چې رکن الدين تاج دوه ورځې وړاندې په امريکا کې وفات شو.

Leave a reply