د ستندرد ملي ادارې مسؤلینو د ازبکستان هېواد لوړرتبه مسؤلینو سره په انلاین ډول غونډه ترسره کړی.

0
90

د ستندرد ملي ادارې مسؤلینو د ازبکستان هېواد لوړرتبه مسؤلینو سره په انلاین ډول غونډه ترسره کړی.

8 مئي دوشنبه 2023

 

د سټنډرډ ملي ادارې او د ازبکستان هېواد تر منځ د انلاین دوه اړخیزه سوداګرۍ د ښه والي په برخه کې د لازمو همکاریو او همغږۍ د رامنځته کولو په موخه غونډه وشوه.

 

په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد اصف قانت، د ازبکستان جمهوریت د نفتو او ګازو د سوداګرۍ بورد لومړي مرستیال علي رضایوف، د سوداګرۍ وزارت د نفتو په چارو کې سلاکار او د صنایعو خونې او د اړوندو ادارو مسوولینو ګډون کړی وو.

 

لومړی د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج فیض الله تمیم په خپلو خبرو کې زیاته کړه: د ازبکستان او افغانستان د‌محترمو خارجه وزارتونو څخه مننه چي د تکلیفونو په ګاللو او وخت مصرفولو سره زموږ او ستاسو ترمنځ ارتباطي پل جوړ شوه او يو د بل سره يي مواجه کړو.

 

خوښ یو چي د ازبکستان غوندي يو ښه همسایه ګاونډی هېواد لرو چي د زياتي مودې راهيسي يي ښې او هر اړخيزه اړيکې راسره پاللې دي په هر وخت کي يې زموږ د هيواد او خلکو سره په‌ هره اړينه برخه کې حد الامکان همکاري کړې ده.

 

د خوښې ځای دی چی نن موږ او تاسو په انلاين کنفرانس کې سره يو ځای يو او کوشش کوو چي ورته غونډو ته په اینده کې هم دوام ورکړو.

 

تل هڅه کوو چي روان تجارتي معاملات نور هم د سټنډرډونو په پام کې نيولو سره پراخ کړو او هغوی ته ادامه ورکړو .

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نفتو په چارو کې سلاکار عزیزالله امین وویل؛ د سوداګرۍ وزارت چمتو دی چې له ټولو سوداګرو سره هر اړخیزه همکاري او هر اړخیز ملاتړ وکړي او د ملي معیارونو سره سم په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

 

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لازمو سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو او د ښو دوه اړخیزو اړیکو د تامین په اړه هراړخیزې او تخنیکي خبرې وشوې.

اړوند موضوعات

د سټنډرډ ملي ادارې په فراه ولایت کې د ۷۸ میل بندر ۸ ټانکره بې کیفیته تیل ایران هېواد ته ورګرځولي.

 

په پاى کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنيکي مرستيال وويل: موږ غواړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې سوداګريزې اړيکې پياوړې کړو او د ملي او نړيوالو نورمونو او معيارونو په پام کې نيولو سره د لازمو سوداګريزو اسانتياوو د رامنځته کولو او د پرمختګ او سوکالۍ په لټه کې يو.

Leave a reply