د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې که ټولټاکنې ونشوې نو تحريک انصاف به په لوی قوت سره سړکونو ته راوځي

باغی ټی وی رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې که ټولټاکنې ونشوې نو تحريک انصاف به په لوی قوت سره سړکونو ته راوځي.
کارکنانو ته خطاب کښې عمران خان اوويل چې پي ټي ايم د سپريم کورټ په حکم عمل نه کوي۔
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل چې هائي کورټ د جلسې اجازت ورکړے دے خو د دې باوجود هم ګرفتارۍ شوې، زنانو سره د شرم وړ سلوک شوے دے، صرف ما بهر ساتلو لپاره ملک نن د تباهۍ خوا ته روان دے.
عمران خان ویلي، وختي انتخابات د پاکستان د ستونزو یوازینۍ حل دی، واکمن له انتخاباتو ویره لري او د انتخاباتو د مخنیوي لپاره د اساسي قانون د ماتولو لاره غوره کوي.





