د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) مشر سعيد غني دعوه کړې ده چې د کراچۍ په يوولسو يوسيونو کې پيپلز پارټۍ په پنځو کې ګټلي او څلور يې بايللي دي،

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) مشر سعيد غني دعوه کړې ده چې د کراچۍ په يوولسو يوسيونو کې پيپلز پارټۍ په پنځو کې ګټلي او څلور يې بايللي دي، په داسې حال کې چې د دوو انتخاباتو نتيجې مخې ته نه دي راغلي.
سعيد غني هم جماعت اسلامي ته په کراچۍ کې د ګډ کار بلنه ورکړه.
هغه وويل اوس په کراچۍ کې پيپلز پارټي ١٠٤ څوکۍ لري او جماعت اسلامي اته اتيا څوکۍ لري.
ده د دعوت په مهال وويل جماعت اسلامي ته بلنه ده چې راشي او په ګډه د کراچۍ خدمت وکړي.
په دي موقع سينيټر وقار مهدي وويل دکراچۍ ميئر به دپيپلز پارټۍ وي، که جماعت اسلامي علاقه لري نو دډپټي ميئر چوکۍ لپاره دې مونږ سره رابطه وکړي.
د کراچۍ د ۷ ضلعو د ۱۱ يو اېس سي چيئرمېن او وائس چيئرمېن او ۱۵ وارډونو څوکيو لپاره د ضمني بلدياتي انتخاباتو غيرسرکاري او غير رسمي نتيجې جاري دي او د ۱۱ يو اېس سي اميدوارانو نه په ۵ او د جماعت اسلامي اميدواران کامياب اعلان شوي دي.
د کراچۍ د 15 وارډونو نه د 14ؤ نه د بشپړې شوې غير رسمي غيرحتمي نتيجې له مخې پيپلز پارټي په 7ؤ، جماعت اسلامي په 5ؤ او تحريک انصاف او مسلم ليګ (ن) په يو يو کې بريالي شوي دي..






