د خزانې وزارت د جولای 2022 څخه تر مارچ 2023 پورې د مالي عملیاتو تفصيلات جاري کړي دي

0
178

باغی ټی وی رپورټ

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۳.۵۸ ټریلیونه روپۍ پور ورکړل شوی، په داسې حال کې چې په همدې ۹ میاشتو کې د پاکستان عواید ۳.۴ ټریلیون روپۍ وو.

د دفاع، معاشونو، پراختیا او سبسایډي په ګډون د دولت لګښتونه د پور له عاید څخه تادیه شوي.

د خزانې وزارت لخوا جاري شوي تفصيل له مخې په وړومبۍ 9 مياشتو كښې د خسارې پوره كولو لپاره 3.07 ټريليون روپۍ قرضې اخستلې شوې وې٬ د 22 جولائي نه تر 23 مارچ پورې د هېواد مجموعي آمدن 6.39 ټريليون وو۔

د تفصیلاتو له مخې د این ایف سی ایوارډ لاندې صوبو ته 2.95 ټریلیون روپۍ ورکړې شوې وې چې صوبو ته د ورکړې نه پس 3.44 ټریلیونه د مرکز سره پاتې دي.

د جولای له ۲۲مې څخه تر مارچ ۲۳مې پورې د قرضونو په ادا کولو ۳.۵۸ ټریلیون روپۍ لګول شوې وې، د قرض او سود له ادا کولو او صوبو ته د ونډې ورکولو وروسته مرکز کسر ته لاړ.

د خزانې وزارت ترمخه حکومت د جولائي له ۲۲مې نیټې څخه د پټرولیم مصنوعاتو د ټېکس له لارې ۳۶۲ اربه روپۍ جمع کړي، ۳.۱ ټریلیون روپۍ د داخلي قرضونو په ادا کولو، ۰.۴۷ ټریلیونه روپۍ په خارجي قرضو او یو ټریلیون روپۍ په دفاع باندې مصرف شوي دي. د مارچ ۲۳.

Leave a reply