د مسلم ليګ (ن) خېبرپښتونخوا د نظرياتي کارکنانو لخوا يو کنونشن ترسره شو چې پکښې د ګوند صوبائي صدر امير مقام د خپلې څوکۍ نه د لرې کولو قرارداد منظور کړے شو

0
76

باغي ټی وی رپورټ

پيښور کښي شوي کنونشن کښي د خيبرپښتونخوا پخواني ګورنر سردار مهتاب عباسي، پخواني صوبائي وزير ظفر اقبال جهګړا او نورو پارټي مشرانو او کارکنانو ګډون اوکړو۔

په غونډه کې د ګوند له ولایتي رئیسانو څخه د انجینر امیر مقام د لیرې کولو پریکړه لیک هم تصویب شو.

بلخوا سردار مهتاب کنونشن ته د وينا په مهال وويل د پاکستان سياسي جوړښت تباه شوى، د سياسي جوړښت په تباهۍ کې ټول سياسي ګوندونه لاس لري، نن زمونږ عدليه، پارليمان او اسټيبلشمنټ هم په (ن) ليگ کې وېشل شوي دي. عام کارګر د پانګوالو لخوا بدل شوی.

Leave a reply