اسلام آباد: د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي چي د تيرو اوو کالو راهسي څرګنده شوي ده چي سپريم کورټ يو خاص سياسي ګوند په اړخ دې

0
174

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې خرم دستګير اوويل چې د انتخاباتو د نيټې ورکولو په مسله جدي پوښتنې راولاړې شوې دي ولې کله چې په آئين کښې ورکړل شوې ۹۰ ورځې وخت تير شو نو سپريم کورټ په اوتومات ډول د انتخاباتو د نيټې ورکولو په حقله نیټه نشي کولی د تعیین واک ترلاسه کړي.

هغه وويل دانتخاباتو دنيټې په اړه دتحريک انصاف اصرار زمونږ په نظر سم نۀ دى، مونږ دعدليې څخه غوښتنه کوو چې دا نۀ پنچائت دى او نۀ هم داسانتياو لپاره کوم فورم دى، قومي اسمبلۍ په دې اړه واضح دريځ خپل کړى دى چې وروسته عدالت دوې لارې دي چې یا دې د څلور درې او درې دوه مسلې د بشپړې محکمې په جوړولو سره حل شي او یا دې د انتخاباتو کمېسیون خپل کار وکړي. وفاقي وزير ووئيل د تېرو 7 كالو راهسې دا خبره واضحه شوې ده چې سپريم كورټ په يو خاص سياسي لوري روان دے، كله چې مونږ ته د سپريم كورټ دننه د بدكارۍ ثبوتونه راځي نو مونږ څنګه د هغې مخې ته ريويو ته لاړ شو؟

Leave a reply