د میدان وردګ ولایت والي د بهسود ولسوالۍ علماؤ او قومي مخورو سره لیدلي او د دوی ستونزې یې اوریدلي.
د میدان وردګ ولایت والي د بهسود ولسوالۍ علماؤ او قومي مخورو سره لیدلي او د دوی ستونزې یې اوریدلي.
5 مئي جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د میدان وردګ ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت د مرکز بهسود ولسوالۍ یو شمېر علماؤ او قومي مشرانو د یاد ولایت له نوي والي قاري بختیار معاذ سره په لیدنه کې یاد ولایت ته د ښاغلي معاذ د راتګ په موخه ښه راغلاست وویل.
یادو مشرانو نوموړي ته یې په ټولو چارو کې د بریا هیله وکړه، راغلو علماؤ او قومي مشرانو په یاده لیدنه کې د روغتیایي مرکزونو او جوماتونو د جوړېدو ترڅنګ په ادارو کې د بهسودینو ځوانانو ته د خدمت کولو او کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنو ترڅنګ وویل: د بهسودینو ولسونه د امنیت په ټینګښت، د پروژو په پلې کېدو او عامه خدمتونو په وړاندې کېدو کې د ملکي او نظامي ادارو له مسؤلینو سره همکار دي.
اړوند موضوعات
پیښو سره د مبارزې وزارت میدان وردګ ولایت کې د نیږدې ۲۰۰ کورنیو سره مرسته کړی.
د ولایت والي قاري بختیار معاذ یادو مشرانو ته د دوی د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کېدو ډاډ ورکړ چې ستاسو ستونزې او غوښتنې به له اړونده ریاستونو سره د حل په موخه شریکې شي.