اسراییل له سعودي عربستان څخه د مستقیمو حج پروازونو لپاره رسمي غوښتنه کړې
باغي ټی وی رپورټ
د بهرني خبري اژانس له مخې له اسرائيل څخه جدې ته د حج د مستقيمو الوتنو امکان شته.
د اسراییلو د نفوس ۱۸ سلنه مسلمانان دي او د اسراییلو او فلسطین مسلمانان د نورو هیوادونو له لارې حج ته ځي.
اسراییلي چارواکو د سعودي عربستان چارواکو ته رسمي غوښتنه کړې چې له اسراییلو څخه د حج مستقیم الوتنې پیل کړي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له اسرائیلو څخه د حج الوتنې امکان لري چې له جون څخه تر اګست میاشتې پورې فعالې شي، په داسې حال کې چې سعودي عربستان تر اوسه له اسرائیلو څخه د حج پروازونو په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.
یوه ورځ وړاندې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې له سعودي عربستان څخه مو غوښتنه کړې، هیله ده زموږ غوښتنه ومنل شي او له سعودي سره په سوله کې پرمختګ وشي.
تېره میاشت په یوه مرکه کې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې د سعودي عربستان دښمن ایران دی، نه اسرائیل او د سعودي او ایران اړیکې د دې لامل کېدای شي چې سعودي عربستان اسرائیلو ته نږدې کړي.