د پنجاب په مختلفو ښارونو کې تیز باد سره سره باران او ږلۍ شوې
باغی ټی وی رپورټ
په لاهور کې د باران له امله د پنجاب پوهنتون د دیوال یوه برخه نړېدلې او په مختلفو سیمو کې د طوفان له امله ونې هم راپرېوتې دي.
د جناح هسپتال نه تر ګارډن ټاون پورې د سړک یو لین د ټرافیکو پرمخ تړل شوی، د لیسکو سیمې د ۱۶۰ فیډرونو نه بریښنا په عارضي توګه بنده کړې شوې ده، پاتوکي ښار او شاوخوا سیمو کې هم د تیزو بادونو او تندر سره باران شوی چې له امله یې یو شمیر فیډرونه پرې شوي دي.
د موسمیاتو محکمی وینا ده چی نن ماښام پوری پنجاب کښي د تیزو بادونو سره د نور باران امکان دے، د باران یو بل زورور نظام شمال ختیز بلوچستان ته داخل شوی دی، په یو شمیر سیمو کښي د تیز باران او ږلۍ وریدو دے چی له وجی ئي په یو شمیر سیمو کښي د باران وريدو هم امکان دی. د موټرو کړکۍ او سولر پینلونه مات شوي، د بادامو او زردالو سلګونه ونې له منځه تللي او د غنمو فصلونه له منځه تللي دي.