د امارت اسلامی افغانستان پلاوې ترکیه ته لاړ

0
204

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې د امارت اسلامی لوړپوړې پلاوې د ترکي په سفر روان شوې دې او په انقره کښې به ددې هیواد مشرانو سره لیدنه وکړي.

د بلخي ټویټ مطابق د امارت اسلامی افغانستان د لوړ پوړه مشرانو دا پلاوې د ترکي د بهرنیو چارو وزیر داود اغلو په رسمي بلنه دې هیواد ته سفر پیل کړې دې او د ترکي په پایه تخت انقره کښې به ددې هیواد چارواکو سره ملاقاتونه وکړي.
د وزارت ویاند لیکي چې په انقره کښې به د اسلامی امارت پلاوې د افغانستان او ترکي ترمینځ داړیکو ښه کولو، دوه اړخیز تجارت ته وده ورکولو،ترانسپورټ ،مهاجرینو او بشري مرستو په اړه او نور یو شمیر مهمو موضوعاتو ټینګار وکړي.
د امارت اسلامی افغانستان په پلاوي کښې
مولوي امیرخان متقي، ملا خیرالله خیرخوا، ملا عبدالحق وثیق ،مولوی نورجلال جلالي، شیخ شهاب الدین دلاور، محمد سهیل شاهین، حاجی محمد ابراهیم عبدالقهار بلخي شامل دي.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی افغانستان هم دې پلاوي په قطر کښې د امریکا او د قطر چارواکو سره ملاقاتونه وکړل، د امارت پلاوی د امریکایی حکومت وفد ته په قطر کښې په ډاګه کړې وه چې د افغانستان بانکونو له باید په مکمل توګه اجازت ورکړل شي چې خپلي چارې پیل کړي، دا خبره ی ورته هم په ډاګه کړې وه چې د افغانستان ۹ نهه نیم ملیارده ډالر هم باید زر افغانستان ته حواله کړي شي چې ددې هیواد په پرمختیایی پروژو او د اولس په خیرښیګړه ولګول شي.

Leave a reply