د قومي اسمبلۍ سپيکر د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار د زوي د آډيو ليک د پلټنو لپاره ځانګړې کميټي جوړه کړې ده

باغی ټی وی رپورټ
د قامي اسمبلۍ سپيكر لخوا د جوړې شوې كمېټۍ نوټيفيكشن جاري كړے شوے دے۔
د نوټيفيکيشن له مخې په کمېټۍ کې شاهده اختر علي، محمد ابوبکر، برجيس طاهر، شيخ روحيل اصغر، سيد حسين طارق، ناز بلوچ او خالد حسين مګسي شامل دي.
د نوټيفيکيشن له مخې کمېټۍ به د کومې پلټنې ادارې مرسته اخلي او خپل رپورټ به قامي اسمبلۍ ته وړاندې کولی شي.
ياده دې وي چې د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار د زوي نجم ثاقب توره آډيو مخې ته راغلې وه چې پکښې هغه د پي ټي آئي ټکټ هولډر ابوذر چوهدري سره د ټکټ مسئلې په اړه خبرې کړي وو په دغه آډيو کښې ثاقب نثار هم د خپل زوي اواز تصديق کړې وو۔






