هوایی شرکتونو له افغان حکومت خبردارۍ ورکړي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت د افغانستان او پاکستان هوایی شرکتونو ته د یوې مراسلې په ذریعه خبردارۍ ورکړې دې چې دا شرکتونه دې د هوایی ټکټ بیعه په هغه پخواني قیمت کړي.
د هوایی ټرانسپورټ دوزارت د مراسلې مطابق دې دې هوایی شرکتونو ته ویلی شوي دوی چې د کابل نه ترا اسلام آباد پورې دې د هوایی ټکټ قیمت کم کړي.
د مسافرو نه هم غوښتل شوې دې که چرې تاسو نه دغه شریکتونو د ټکټ په بدله کښې زیاتې روپۍ واخلی بیا د ټرانسپورټ او د هوایی چارو وزارت ته خبر ورکړې چې دې شرکتونو سره قانوني چلند وشي.
دا خبره د افغانستان تاجرانو نه هم رسنیو ته رارسیدلې ده چې د امارت اسلامی حکومت په ټولو ادارو او د اقتصاد اړوند ریایستي ادارو او دفترونو غږ کړې دې چې دوی دې د هرقسم رشوت وا نخلي او که چرې دوی په دې غیرقانونی او غیر اسلامی کار کښې ککړ شو نو دوی په ضد به سخته کاروایی وشي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت کام اېر او PIA شرکت ته خبرداری ورکړی که د کابل-اسلام آباد ترمنځ د ټکټونو قیمت د مخکيني معیار مطابق تنظیم نه کړي نو الوتنې به یې «په ذکر شوي خط السير کی بندې کړل شي»
خبرپاڼه کې له مسافرینو غوښتل شوي چې د ټکټ بیې لوړوالي صورت کې وزارت ته خبر ورکړي. pic.twitter.com/og5h7zMTx6— Baaghi TV پښتو (@BaaghiTVPashto) October 14, 2021






