د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن صدر عابد زبيري وئيلي دي سپريم کورټ د پارليمنټ نه د ريکارډ اخستو اختيار لري

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن صدر عابد زبيري وئيلي دي سپريم کورټ د پارليمنټ نه د ريکارډ اخستو اختيار لري.
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک سره خبرو کې عابد زبيري وويل پارليمان د سپريم کورټ څخه د ريکارډ غوښتلو واک نه لري.
بل خوا په پروګرام کې د خبرو په مهال خرم دستګير وويل سپريم کورټ په ادارو کې د شفافيت خبره کوي نو شفافيت پکار ده چې سپريم کورټ دې خپل حسابونه پبلک اکاؤنټس کميټۍ ته وړاندې کړي.






