د عامو انتخاباتو په اړه د حکومت او اپوزيشن د مذاکراتي کميټو د ملاقات دننه کيسه مخې ته راغلې ده
باغی ټی وی رپورټ
تېره ورځ د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د خبرو درېیم پړاو هم پای ته ورسېد.
د حکومتي اتحاد او تحریک انصاف تر منځ په خبرو اترو کې په ټول ملک کې په یوه ورځ د انتخاباتو د ترسره کولو په اړه موافقه شوې وه خو د انتخاباتو د نیټې او د اسمبلۍ د منحلولو په اړه موافقه ونشوه.
خو اوس سرچينې وايي چې وفاقي حکومت د ټاکنو د نېټې په اړه نور نرمښت ښودلو ته چمتو دی او د حکومت او اپوزيسيون تر منځ د خبرو پر دوام هوکړه شوې ده.
دسرچينو ترمخه سپريم کورټ ته راپور وړاندې کولو وروستو به نور مذاکرات کولى شي.
سرچينې وائي چې مذاکراتو کې حکومت د 14م مئ څخه وړاندې اسمبلۍ منحل کولو څخه انکار کړى ؤ.وفاقي حکومت پي ټي ائي ته په ځواب کې وويل چې دبجټ څخه وړاندې اسمبلۍ نۀ شي منحل کيدى، په داسې حال کې چې پي ټي ائي د بجټ وړاندې کولو په اړه هم نيمه اتفاق ښودلى ؤ. حالت
سرچینې وايي، د حکومت او اپوزیسیون تر منځ خبرې د اسمبلۍ د انحلال د نېټې په اړه د نه موافقې له امله په ټپه ولاړې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سترې محکمې له پرېکړې وروسته به بيا خبرې اترې کولى شي.
سرچينې وائي چې پي ټي ائي دريځ خپل کړى چې دمسلم ليگ(ن) ديو شمير وزيرانو د رويې له امله بې باوري رامينځته کيدلى شي، په داسې حال کې چې حکومتي کميټۍ دوزيرانو منفي بيانونه غير ضروري بللي دي.