د حکومت او تحریک انصاف تر منځ د انتخاباتو د نیټې په اړه د مذاکراتو دریم پړاؤ به نن ترسره کیږي
باغي ټی وی رپورټ
د حکومت او تحريک انصاف ترمينځه د ملاقات وخت نن بدل کړے شوے دے۔
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي چې دا مذاكرات به نن د نهې په ورځ د ۱۱ بجو په ځائې نهه بجې كېږي په داسې حال كښې چې دا خبرې به د سېنېټ سېكرټرېټ كښې كېږي۔
د خبرو اترو وخت د مذاکراتي کميټې د غړو د مصروفيت له امله بدل شو.
بل اړخ ته د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د مې په څوارلسمه د اسمبلۍ د منحلولو او د ستمبر نه وړاندې د انتخاباتو په کولو ټينګار کړی خو حکومتي وزيرانو په کلکه انکار کړی دی.
که له یوې خوا د سیاسي ګوندونو دننه د بحثونو لړۍ روانه ده، له بلې خوا په بهر کې هم د مخالفو څرګندونو لړۍ روانه ده.