د ا.ا.ا پلاوی د متقي پۀ مشرۍ ترکیې ته تللی دی

د ا.ا.ا پلاوی د متقي پۀ مشرۍ ترکیې ته تللی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړئ چې د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی له دوحې څخه د انقرې په لور خوځیدلی دی.
(2021 / 10 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړئ چې د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی له دوحې څخه د انقرې په لور خوځیدلی دی.
دغه پلاوی د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر داود اوغلو په رسمي بلنه تللی او د سفر اصلي موخه پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې ښودل شوې دي.
ویل کېږي دغه پلاوی به له ترکي لوري سره د افغانستان پۀ اوسني وضعت، دایمي ثبات او بشردوستانه مرستو خبرې وکړي.
تر دې وړاندې د ا.ا.ا ترکیې ته وړاندیز کړی ؤ چې د کابل هوايي ډګر د سمبالښت چارې پر غاړه واخلي؛ که څه هم پۀ سر کې ترکیې منلې وه خو وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وویل چې تر څو طالبان ټولشموله حکومت جوړ نکړي او د بشر او ښځو حقوقو ته درناوی ونکړي د کابل هوايي ډګر چارې به پر غاړه وانخلي.
د یادونې ده چې د ا.ا.ا تر واکمنېدو د ا.ا.ا د استازو دا لومړی رسمي سفر دی چې د یو هېواد پۀ رسمي بلنه ئې ترسره کوي.






