سپريم کورټ دعمل او پروسيجر بل په ضد کيس سماعت لپاره ټاکلي دي
باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: سپريم کورټ دعمل او پروسيجر بل په ضد کيس سماعت لپاره ټاکلي دي۔
سپريم کورټ کښې د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کښې اته کسيزه بينچ به د مئ په دويمه نيټه د کيس اوريدنه کوي۔
سپريم کورټ اټارني جنرل، سپريم کورټ بار او پاکستان بار کونسل ته نوټس جاري کړي دي۔
د دې نه علاوه د مسلم ليګ (ن)، پيپلز پارټۍ او تحريک انصاف په شمول 9 سياسي ګوندونو ته هم نوټس جاري کړے شوے دے۔
ياده دې وي چې سپريم کورټ تيره اوريدنه کښې د عدالتي اصلاحاتو بل باندې عمل درآمد ځنډولې وو۔