کراچۍ: د سندهـ وزيراعلي سيد مراد علي شاه په کورنګي نمبر ۵ کې د ماشومانو د روغتون پرانسته وکړه

0
96

باغي ټی وی رپورټ

د ترجمان ترمخه وزیراعلی سندھ د هسپتال مختلفو وارډونو، لیبارټری او او پی ډی دوره اوکړه او د هسپتال انتظامیه هم وزیراعلی سندھ ته د هسپتال په اړه بریفنګ ورکړو.

په دې موقع د سندهـ وزيراعلي د کورنګي اولس ته د ماشومانو د هسپتال په جوړولو مبارکي ورکړې او وئيلي ئې دي چې دغه هسپتال د کورنګي ضلعې خلقو ته د پيپلز پارټۍ د حکومت لخوا ډالۍ ده، د سنده حکومت د سړکونو غوره انفراسټرکچر او سهولتونه ورکړي دي۔ کورنګي ته د ټرانسپورټ اسانتیاوې

د سیند وزیر اعلی وویل چې په روغتون کې OPD، رادیولوژي، د نوي زیږون د پاملرنې یونټ، د ماشومانو د پاملرنې یونټ، د ماشومانو عمومي، د بیارغونې څانګه، درملتون او د لابراتوار اسانتیاوې شتون لري.

هغه وويل په پرزنټيشن کې وئيل شوي دي چې دنوزو زيږول کيدو لپاره بايد زياتې هڅې وشي، په راپور کې وئيل شوي دي چې په پاکستان کې په هرو زرو نوو زيږول شوو ماشومانو کې ٤٥.٦ فيصده مري، په مناسبو اسانتياو سره د نويو زيږول شوو ماشومانو د مړينې ٨٠ فيصده مخه نيولى شي.

د سنده اعلی وزیر زیاته کړه چې د ماشومانو د مړینې کچه کمولو لپاره د یو سیسټم وړاندیز شوی دی.

Leave a reply