د لاهور سيشن عدالت د عمران خان د چيف سيکورټي افسر افتخار غمان په ضمانت د خوشي کولو امر کړی دی

0
82

باغي ټی وی رپورټ

سيشن عدالت ملزم افتخار غمان ته د يو لاک روپو ضمانتي مچلکو جمع کولو حکم کړے دے۔

عدالت امر کړی چې که په کوم بل مقدمه کې تورن افتخار غمان نیول شوی نه وي نو سمدستي دې خوشې کړل شي.

بل لوري ته د ايف آئي اے وياند وئيلي دي چې ملزم افتخار غمان د ايف آئي اے په ګرفتارۍ کښې نۀ دے، ملزم د عدالت په حکم لاهور کښې کيمپ جيل کښې دے، ملزم په پنځلسم تاريخ لاهور کښې کيمپ جيل ته استولے شوے دے۔ اپریل 2023

د ايف آئي اے وياند ترمخه ملزم افتخار غمان په 12م اپريل 2023 ګرفتار کړے شوے وو، ملزم د ايف آئي اے اينټي مني لانډرنګ سرکل لاهور کښي درج شوي مقدمه کښي نامزد او د ايف آئي اے اينټي هيومن ټرفيکنګ سرکل لاهور کښي درج مقدمه کښي مفرور و۔

Leave a reply