د پاکستان پخواني چيف جسټس جسټس (ر) ثاقب نثار د خواجه طارق سره د هغه ادعا شوې آډيو ليک د رازداري له حق څخه سرغړونه بللې ده

0
86

باغي ټی وی رپورټ

اسلام اباد: د پاکستان پخواني چيف جسټس جسټس (ر) ثاقب نثار د خواجه طارق سره د هغه ادعا شوې آډيو ليک د رازداري له حق څخه سرغړونه بللې ده.

ثاقب نثار له جیونیوز سره دخبرو په مهال ویلي دي چې دخواجه طارق رحیم سره شخصي خبرې دي، دا د رازداري دحق خلاف ده چې ددوؤ کسانو خبرې دې داسې نشر کړل شي.

هغه وویل چې ما کوم کشمیر خرڅ کړی دی او کوم یو مې له پاکستان سره سودا کړې ده، زما په یاد نه دی چې په کومه قضیه کې او کله مې له خواجه طارق رحیم سره خبرې کړي دي. پخواني چيف جسټس وويل، آډيو ليک د شتمنۍ غلا ده، د ملکيت غلا کول او خرڅول د لعنتي خلکو کار دی.

Leave a reply