اسلامي امارت: ‏د امریکا د دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی جعلي سند، د همېشني پروپاګند برخه ده.

0
186

اسلامي امارت: ‏د امریکا د دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی جعلي سند، د همېشني پروپاګند برخه ده.

24 اپریل دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه تازه یو غبرګوني خبرپاڼه کې ویلي چې ځینو غربي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د امریکا د دفاع وزارت یو ډاګیزه شوی سند ښيي چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی، موږ دا ادعا په کلکه ردوو.‏

 

افغانستان د سیمې په کچه په یو امن هیواد بدل شوی، د سږ کال کوچنی اختر یې ترټولو ښه بېلګه ده چې له نېکه مرغه په ټول هیواد کې هیڅ امنیتي پېښه تر سره نه شوه، همدا راز په سیاسي او دیپلوماتیکه برخه کې هم له نړیوالو سره د مسلسلو پرمختګونو او تعامل شاهدان یو،‏په داسې زماني مقطع کې بې مسئولیته ادعاوې او خودساخته اسناد خپرول د هغو استخباراتي مغرضو کړیو کار بولو چې په افغانانو یې ښه حالت نه لوریږي.

 

د افغانستان اسلامي امارت په هیواد باندې بشپړ کنترول لری او هيڅ چاته اجازه نه ورکوي چې افغانستان د کوم بل هیواد د امنیت په ضد استعمال شي،‏خصوصا د داعش غوندې فتنه ګره ډله سخته ځپل شوې او د محوې کیدو په حال کې ده.

اړوند موضوعات

امارت اسلامی: سند جعلی رسانه ای شده به حواله وزارت دفاع امریکا، بخش از پروپاگند دوامدار می باشد.

 

دا چې د اسلامي امارت له تعهداتو او عملي اقداماتو سره سره بیا هم افغانستان نړۍ ته خطر معرفي کیږي او د دې پرځای چې دلته د موجود امن، ثبات او اسلامي امارت د مثبتو پیغامونو هرکلی وشي،‏دا ډول مغرضانه راپورونه د دې ښکارندوی دی چې په امریکا کې ځیني کړۍ لا هم دافغانستان له خلکو سره له کینې او دښمنۍ څخه نه دي لاس په سر شوي.
ټول باید پوه شي چې اوس عامه ذهنیت په دا ډول ناکامه هڅو نه تېر ایستل کیږي.

Leave a reply