د داخله چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي که چرې مونږ غوښتل نو د عمران خان په ضد به مو د مرګ د سزا مقدمې جوړې کړې وې.
باغي ټي وي رپورټ
د داخله چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي که چرې مونږ غوښتل نو د عمران خان په ضد به مو د مرګ د سزا مقدمې جوړې کړې وې.
فیصل آباد کښې د پریس کانفرنس په مهال رانا ثناء الله اوویل چې په ډیموکراسۍ کښې د نظر اختلاف احترام دی ولې د عمران خان خلاف هیڅ قسمه کیس نه دې جوړ کړې شوې.
رانا ثناءالله وئيلي دي چې که مونږ غوښتل نو دعمران خان په ضد به مو د مرګ سزاګانې جوړې کولې.ده د يوې پوښتنې په ځواب کې غوښتنه وکړه چې د انفلاسيون له امله دې د دولتي او خصوصي سکتور د کارکوونکو معاشونه زيات شي.
د ټاکنو په اړه رانا ثناءالله وویل چې مونږ د ټاکنو نه تېښته نه غواړو، مونږ غواړو چې ټاکنې په خپل وخت وشي، کله چې ټاکنې وشي نو د مسلم لیګ د انتخابي کمپاین مشري به نواز شریف کوي.د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې د سټنګ جج د زوي او لور په اړه دا خبره عامه ده چې دوي د پي ټي آئي فعال غړي دي۔
د پاکستان د چيف جسټس د خسر د ادعا شوي آډيو ليک په اړه د پوښتنې په ځواب کې رانا ثناءالله وويل کله چې د کور زنانه خلک غدارۍ ته هڅوي نو حالات به څنګه پرمخ ځي، دا ډول خبرې د کور دننه خبرې نه شي بلل کېدې. .