د جماعت اسلامي امير سراج الحق وايي په دو صوبو کې ټاکنې به په ملک کې ګډوډي رامنځته کړي

باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي امير سراج الحق وايي په دو صوبو کې ټاکنې به په ملک کې ګډوډي رامنځته کړي
لاهور کې د اختر له لمانځه وروسته ميډيا سره په خبرو کې سراج الحق وويل ټول سياسي ګوندونه دې په اعتماد کې واخستل شي او ټولټاکنې دې په ګډه ترسره شي.
سراج الحق وويل ټول خلک بايد دخپلو دريځونو څخه شاته نۀ شي او په داسې تاريخ اتفاق وکړي چې ټولو ته دمنلو وړ وي.
دجماعت اسلامي امير وويل سپريم کورټ په پنجاب کې دمئ په ١٤مه نيټه دانتخاباتو کولو فيصله کړې ده، ځمکني حقايق دا دي چې دا به په ملک کې ګډوډۍ رامنځته کړي، يواځې په پنجاب او خيبرپښتونخوا کې به څوک دانتخاباتو منل نۀ مني.






