د شکارپور عدالت د پاکستان تحریک انصاف مشر علی امین ګنډاپور په جوډیشل ریمانډ جیل ته استولی دی.

باغی ټي وي رپورټ
د شکارپور عدالت د پاکستان تحریک انصاف مشر علی امین ګنډاپور په جوډیشل ریمانډ جیل ته استولی دی.
د شکارپور ځانګړې محکمې قاضي د علي امین ګنډاپور د جسماني ریمانډ غوښتنه رد کړه او امر یې وکړ چې هغه د اپریل تر 26 پورې په جوډيشل ریمانډ کې د سکر سنټرل جیل ته ولیږل شي.
ياده دې وي چې د علي امين ګنډاپور په ضد په شکارپور کښې د رياست ضد بيانونو مقدمه درج شوې ده۔






