پاکستان تحریک انصاف د پنجاب اسمبلۍ ۲۹۷ عمومي څوکیو لپاره امیدوارانو ته ټکټونه ورکړي دي

باغی ټی وی رپورټ
د پي ټي آئي مرکزي مشر فواد چوهدري په ټويټر خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې د پنجاب اسمبلۍ ټولو 297 سيټونو لپاره ټکټونه جاري کړي شوي دي او د پنجاب په ټولو څلورو سيمو کښې د اپيل کميټي هم جوړي شوي دي۔
ده ووئيل د ټېكټ په اړه د نظرثانۍ لپاره اپيل كولې شي٬ عمران خان به پخپله د ټولو اپيلونو حتمي فيصله كوي۔
د مسلم ليګ ن مشر طلال چوهدري په غبرگون کې وويل چې فواد صاحب! ایا تاسو راته ووایاست چې د غونډې لپاره څومره پیسې راټولې شوې، په ملیونونو روپۍ او ټکټ په څومره کې پلورل شوی؟
هغه وويل چاته چې ټکټونه نۀ دي ورکړل شوي هغوي ته دې رقم واپس کړل شي، که چرې چرې، دسينيټ څوکۍ، پارټۍ ټکټونه خرڅول غواړي نو عمران خان ښه خرڅوونکى دى.






