وفاقي کابينې د پنجاب صوبې انتخاباتو لپاره اليکشن کميشن ته د فنډ ورکولو منظوري ورکړې ده

0
114

باغي ټی وی رپورټ

اسلام آباد: وفاقي کابينې د پنجاب صوبې انتخاباتو لپاره اليکشن کميشن ته د فنډ ورکولو منظوري ورکړې ده۔

د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه شوې چې پکښې خواجه آصف، رانا تنوير، اياز صادق، امير مقام، مرتضي جاويد عباسي، رانا ثناءالله، مصدق ملک، اسد محمود، شاه زين بګټي، رياض پيرزاده او حنا رباني کر ګډون وکړو. خرسیم د کابینې نورو غړو هم ګډون درلود

د کابينې په غونډه کې د فنډونو په اړه د سپريم کورټ په فيصله غور وشو چې وروستو کابينې د پنجاب صوبې انتخاباتو لپاره اليکشن کميشن ته د فنډونو برابرولو د سمري منظوري ورکړه.

وفاقي کابينې د سمري منظوري ورکولو سره د فنډز ورکولو مسله قومي اسمبلۍ ته استولې ده.

له دې وړاندې دخزانې په اړه دقومي اسمبلۍ قائمه کميټۍ په غونډه کې دخزانې وزيرې عائشه غوث پاشا وويل داضافي مرستو سمري نن دکابينې غونډې ته ليږلو.

وزيراعلي وويل سټيټ بينک ته دپارليمان له منظورۍ پرته دخارج کولو اختيار نۀ دى، که قومي اسمبلۍ منظوري ورکړي نو فنډ به جاري کړل شي، فنانس ډويژن هم دکابينې اؤ قومي اسمبلۍ له منظوري پرته فنډونه نۀ شي کارولى. .

Leave a reply