اسلام آباد: وفاقي حکومت پنجاب کښې د انتخابي فنډونو سمري نن وفاقي کابينې ته وړاندې کولو فيصله کړې ده

0
191

باغي ټی وی رپورټ

د قومي اسمبلۍ د خزانې په اړه د قائمه كمېټۍ په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزيرې عائشه غوث پاشا ووئيل مونږ د سپليمنټري گرانټ سمري نن د كابينې غونډې ته لېږلې ده۔

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د فنډونو لپاره به سمري به نن د وفاقي کابينې په غونډه کې وړاندې کېږي او د وفاقي کابينې له منظورۍ وروسته به دا موضوع نن قومي اسمبلۍ ته وړل کېږي.

وزيراعلي وويل سټيټ بينک ته دپارليمان له منظورۍ پرته دخارج کولو اختيار نۀ دى، که قومي اسمبلۍ منظوري ورکړي نو فنډ به جاري کړل شي، فنانس ډويژن هم دکابينې اؤ قومي اسمبلۍ له منظوري پرته فنډونه نۀ شي کارولى. .

په دې موقع د قانون وزير وويل چې نن د وفاقي كابينې او قومي اسمبلۍ غونډه ده، د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې به دا مسله هواره شي۔

Leave a reply