په حافظ اباد سيمه کې د غلو د مقاومت په تور دوه تنه وژل شوي او تورن کسان د موټرسايکل له اخيستو وروسته تښتېدلي دي

باغی ټی وی رپورټ
د حافظ آباد ډي پي او ډاکټر فهد احمد وئيلي دي چې وسله والو غلو د کسې په سيمه کښې د غلو سره د مقابلې په مهال دوه کسان په ډزو وژلي او پيسې او يو موټر سائيکل سپور ترې تښتيدلي دي.
ورثا د پيښې په ضد احتجاجي مظاهره کړې او مړي ئي په سرګودها روډ باندي ايښي دي او ټريفک ئي بند کړے دے چي له وجي ئي د ګاډو اوږده قطارونه جوړ شوي دي۔
له پوليسو سره تر خبرو اترو وروسته مظاهره چيانو اته ساعته وروسته لاريون پای ته ورساوه او لاره يې د ترافيکو پر مخ پرانيستله.
ډي پي او وائي چي مړي ئي د پوسټ مارټم لپاره هسپتال ته رسولي دي او د ملزمانو نيولو لپاره ئي پلټني شروع کړي دي۔






