د کابينې د اقتصادي رابطې کمېټۍ (اي سي سي) د پنجاب په پي اېس اېم زون کې د رمضان المبارک څخه تر اختر پورې په 95 روپۍ في کيلو ګرامه د 20,000 ميټرک ټنه بوره د وړاندې کولو منظوري ورکړې
باغی ټی وی رپورټ
د کابينې د اقتصادي رابطې کمېټۍ (اي سي سي) د پنجاب په پي اېس اېم زون کې د رمضان المبارک څخه تر اختر پورې په 95 روپۍ في کيلو ګرامه د 20,000 ميټرک ټنه بوره د وړاندې کولو منظوري ورکړې ده، په داسې حال کې چې د ای رکشا او د ځوانانو لپاره بايسکل هم منظور شوی.
د ای رکشا او بایسکل سکیم لاندې به ځوانانو ته د 3 کلونو لپاره تر 5 لاکه روپو پورې د سود نه پور ورکول کیږي.
د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي اعلاميې له مخې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې اي سي سي د وزيراعظم يوتھ بزنس او زرعي قرضې سکیم لاندې عوامو ته د ای بايكس او رکشې وركولو منظوري وركړه۔
حکومت د ګمرک سټیشن انګورډا ته د برآمد روټ اعلان کولو منظوري هم ورکړې ده.