افغانستان لپاره د يو مليارد يورو مرسته اعلان شوې
باغي وي وي رپورټ
د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشرې اورزلا فوندرلین نن د افغانستان لپاره د یو ملیارد یورو مرسته اعلان کړه.
دا مرسته، چې یو ملیارد او ۲۰۰ ملیون ډالره کېږي، د افغانستان د ټولنیز – اقتصادي سقوط او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره کېږي.
د اروپايي اتحادیې مشرې دا مرسته نن د جي شل یا د نړۍ د ۲۰ سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو په غونډه کې اعلان کړه
د جي شل هیوادونو دا انلاین غونډه پر افغانستان د خبرو لپاره رابلل شوې ده.
د جي شل په دې سرمشریزه کې، چې د ایټالیا په کوربه توب جوړه شوې د امریکا ولسمشر جو بایډن, او د هند صدراعظم نریندرمودي هم ګډون لري. خو د چین ولسمشر کشي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل استازي لېږلي دي.
د اروپايي اتحادیې له لوري یو اعشاریه ۲ ملیارده اعلان شوې مرسته پر پخوانۍ مرسته سربېره ده. تر دې مخکې اروپايي اتحادیې له افغانستان سره ۳۰۰ ملیون یورو بشري مرسته اعلان کړې وه.
تېره میاشت د سویس په جینیوا کې له افغانستان سره دوولس سوه ملیون ډالرو مرستې ژمنه شوې وه.