د اسلام آباد عدالت د پاکستان تحریک انصاف مشر علي امین ګنډاپور په جسماني ریمانډ کښې د دوه ورځو لپاره اضافه کړې ده

0
179

باغی ټی وی رپورټ
د اسلام آباد عدالت د پاکستان تحریک انصاف مشر علي امین ګنډاپور په جسماني ریمانډ کښې د دوه ورځو لپاره اضافه کړې ده

د علي امين ګنډاپور په ضد د اسلام آباد په ګولرا پوليس سټيشن کښې د اشتعال انگیز تقرير مقدمه درج کړې شوې ده.

د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت جوډيشل مجسټرېټ احتشام عالم خان د علي امين ګنډاپور په جسماني ريمانډ کښې د دوه ورځو لپاره اضافه کړې او پوليس ته ئې سپارلې ده۔

د علي امين ګنډاپور د دوه ورځني جسماني ريمانډ په اړه د تفصيلي پريكړې له مخې د علي امين ګنډاپور اولني يو ورځنې جسماني ريمانډ منظور كړے شو كوم چې د تفتيش افسر په نظر كافي نه وو۔

فيصله کښې وئيلي شوي دي چې د علي امين ګنډاپور له ليبارټري نه د غږ ميچنګ کول ضروري دي، علي امين ګنډاپور دوه ورځنې جسماني ريمانډ منظور کړې شوې دې، تفتيشي افسر دې هر اړخيزه تحقيقاتو سره راتلونکې سماعت کښې حاضر شي۔

Leave a reply