دوه نیم زره ۲۵۰۰ افغان کورنیو سره مرستې شوي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د بیله بیلو سیمو د ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د الخدمت خیریه بنسټ مشر د خوراکي توکه مرسته کړې ده او دا بنسټ پلان لري چې د په راروان وخت کښې به د ۲۵ زره افغان کورنیو سره مرستې وکړي.
د معلوماتو تر مخه د «الخدمت خیريه بنسټ» مشر ډاکټر حفيظ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له مرستيال محمد ارسلا خان خروټي سره په ملاقات کښې ویلي دي چې غه بنسټ له۲۵۰۰ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.
د بنسټ مشر زیاته کړه او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کښې وخت کښې به هم د ۲۵ زره کورنيو سره مرسته وکړي او د مرستې به نور هم دوام ولري. د خبر د باختر اطلاعاتي اژانس په ویب پانړه خپور شوې ، په رپورټ کښې زیاتوي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال محمد ارسلا خان خروټي د الخدمت خیريه بنسټ د مرستو مننه وکړه او خروټي زياته کړه چې له نړيوالو او کورنيو خیريه بنسټونو سره په ګډه کار کوو او دوی ته په هیواد کښې د خیرښیګړې کارونو جاري ساتلو لپاره ډاډ ورکوو.
یاده دې وی چې د پاکستان هیواد دا دریځ دې چې افغانستان اولس د جنګونو نه ډیر بد متاثره شوې دې او دې اولس سره دې بشري مرستې پیل شي چې دلته بل کوم انساني بحران مخه ونیول شي.
د «الخدمت خیريه بنسټ» مشر ډاکټر حفيظ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له مرستيال محمد ارسلا خان خروټي سره په کتنه کې وویل چې دغه بنسټ له۲۵۰۰ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به هم له ۲۵ زره کورنيو سره مرسته وکړي.https://t.co/z1tFdFVqbq
— BNA Pashto (@bnapashto) October 12, 2021






