جرمني: د ا.ا.ا یو واقعیت دی، خپلې اړیکې ورسره جاري ساتو
جرمني: د ا.ا.ا یو واقعیت دی، خپلې اړیکې ورسره جاري ساتو
د ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان مـتقي د جرمني هېواد له بشري مرستو جاري ساتلو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې افغانستان د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه هم چاته ددې اجازه ورکوي چې زمونږ په هېواد کې لاسوهنه وکړي.
(2021 / 10 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
جرمني وايي، د ا.ا.ا یو واقعیت دی، ځکه خو ورسره اړیکې او رابطې ورسره روانې ساتل غواړي.
دا څرګندونې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي «جاسپر ویک» او د افغانستان لپاره نومول سفیر «ماکوس پوتزیل» د افغانستان ا سلامي ا مارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان مـ.ـتقي سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
جرمني استازو ویلي، چې افغانستان سره به خپلې بشري مرستې جاري ساتي او داچې اسلامي امارت اوس یو واقعیت دی، ځکه ورسر رابطې جاري ساتي.
د ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان مـتقي د جرمني هېواد له بشري مرستو جاري ساتلو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې افغانستان د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه هم چاته ددې اجازه ورکوي چې زمونږ په هېواد کې لاسوهنه وکړي.
ددې ترڅنګ د ا سلامي ا مارت هغوی ته ډاډ ورکړی، چې د دیپلوماتانو او بهرنیو وګړو امنیت ته جدي پاملرنه کوي.