ټاس خبري آژانس: د ا.ا.ا او نړیوالو تر منځ وروستۍ ناسته د تمې خلاف لۀ لاسته راوړنو ډکه وه
ټاس خبري آژانس: د ا.ا.ا او نړیوالو تر منځ وروستۍ ناسته د تمې خلاف لۀ لاسته راوړنو ډکه وه
آژانس وایي دوحه کې نړیوالو استازو سره دغه خبرو نوی افغان حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا رسمیت پیژندلو ته څو ګامه نور هم ور نیږدې کړی دی، آژانس زیاتوي د مسکو راتلونکې ناسته به دې برخه کې نوره لاره هم لنډه کړي.
(2021 / 10 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
تاس خبري آژانس وایي دوحې ته د ا،ا،ا د استازو وروستی سفر د تمې خلاف له لاسته راوړنو ډک وو او وروستۍ ناستې له نړیوالو استازو سره ګټورې وې.
آژانس وایي دوحه کې نړیوالو استازو سره دغه خبرو نوی افغان حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا رسمیت پیژندلو ته څو ګامه نور هم ور نیږدې کړی دی، آژانس زیاتوي د مسکو راتلونکې ناسته به دې برخه کې نوره لاره هم لنډه کړي.
وړمه ورځ د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پر مشرۍ لوړ رتبه چارواکي قطر ته لاړل، هلته ئې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نورو لوړو پوړو چارواکو سره وکتل.
ویل کېږي چې پۀ دغې لیدنه کې د افغانستان په میلیاردونه کنګل شویو پیسو، د دوحې د توافق بشپړ عملي کېدل او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم تر دغې ناستې وروسته وویل چې یاده ناسته له لاسته راوړنو ډکه وه.
د طالبانو له واک ته تر رسېدو وروسته د امریکايي لوري او د ا.ا.ا لوري دا لومړۍ ناسته وه چې دوحه کې د دواړو لوریو تر منځ تر سره شوه.
که څه هم د دوه میاشتو په تېرېدو تر اوسه هېڅ کوم هېواد طالبان پر رسمیت ندي پېژندلي؛ خو د ا.ا.ا د اطلاعاتو کلتور مرستیال ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې ډیر ژر به ځینې هېوادونه دوی پر رسمیت وپېژني.