جوډيشل مجسټريټ د پي ټي آئي مشر علي امين ګنډاپور په جوډيشل ريمانډ جيل ته استولي دي

0
89

باغی ټي وی رپورټ
ډي آئي خان: جوډيشل مجسټريټ د پي ټي آئي مشر علي امين ګنډاپور په جوډيشل ريمانډ جيل ته استولي دي۔

د پي ټي ائي د مشر علي امين ګنډاپور په ضد د سپکاوي په تور مقدمه درج کړې شوې وه، پوليسو علي امين ګنډاپور په دوه بيلابيلو مقدمو کې د جوډيشل کمپلکس عدالت ته وړاندې کړو چرته چې د پنجاب پوليس او اسلام آباد پوليسو د ملزمانو د حوالې غوښتنه کړې وه.

عدالت د بهکر او اسلام آباد د پوليسو درخواست رد کړ او علي امين ګنډاپور يې د شپږو ورځو لپاره په جوډيشل ريمانډ جيل ته ولېږه.

عدالت په ډيره اسماعيل خان کښي د پي ټي آئي د مشر په ضد درج شوي دواړه مقدمي خارج کړي دي۔

د علي امین پر ضد بله قضیه

بل لوري ته پوليسو په اسلام اباد کې د علي امين ګنډاپور په ضد د ترهګرۍ او غدارۍ د قضيو لاندې بله مقدمه درج کړې ده.

علي امين او د هغه ملګرى اسد خان د اسلام اباد په ګولره پوليس سټيشن کې د مجسټرېټ قيصر نديم لخوا درج کړې شوې مقدمه کې نومول شوي دي.

په ایف آی آر کې ویل شوي چې تورن کس د اسلام اباد په ټولنه کې د وسلو او سړيو راټولولو غوښتنه کړې او ګواښ یې کړی چې خپله دنده ترسره نه کړي.

Leave a reply